د فریدون کلا د بیا رغونی لپاره یومهمه طرحه/لیکوال: حاجی عبدالمجید (بهلول)
 
فراه داټ کام
خبری، فرهنگی، اجتماعی، معلوماتی و...

 

د فریدون کلا

                        د بیا رغونی لپاره یومهمه طرحه

 

 

لیکوال: حاجی عبدالمجید (بهلول)

 

د فراه رود له سر چشمی څخه چه دا رود د غور ولایت څخه راوزی او په سیستان جهیل کی توئیږي پر غاړو ئی ډیری تاریخی کلا ګانی او ښارونه شته.

 

د فریدون کلا ستر پخوانی ښار څخه ئی پیل کوو چي د فراه اوسنی ښار سره نږدی پروت دی تاریخ ئی معلوم دی، ددی لپاره چه بحث ډیر اوږد نشی دلته یی نه لیکم دبیا جوړونی او ګټي اخستنی طرحه یی وړاندی کوم:

· د دغه کلا د خندق د باندی حاشیه کی په اوسنی عصری معماری د لوړ پوړیزه او په کرایه ورکولو شرایطو اعلان دی وسی.

· د خندق او دکلا اصلی دیوال، برجونو او دننه ساختمانو په پخوانی معماری سبک بیا جوړونه او ترمیم.

· په حاشیه کی د عصری معماری ساختمانونو د ردیف په 4 کنجونو کی تر نورو لوړ پوړیزو داسی رستورانونو جوړول چه له هغه ځایه سیلانیان د فراه اوسنی ښار شمال خواته د کلیو منځ کی د شهر کهنی په نوم ځایونه، غرب ته د باغ پل ننداره او فراه رود پر خوا زرغونو کلیو ننداره وکړای شی.

· فراهی وروڼو او خویندی د خپلو تاریخی ځایونو د جوړولو سره مینه لری هلته ډیر ماړه وطنپال پانگه وال شته د هیواد نورو ولایتونو او بهرنیو ملکونو کی په سوداگری لگیا دی پداسی حال کی چی مناسب شرایط ورته برابر شی په مختلفو زراعتی، مالداری، صنعتی او سوداگری برخو کی به خپلی پانگی پکار واچوی چه د فریدون تاریخی کلا د حاشیو په سوداگریزه ساحه کی به هم د نقشی پر مخ هر یو د خپل توان اوخوښی سره سم د کرائی په توگه پر یوه برخه گوته کښیږدی هر یو باید د خوښ کړای شوی ځای د پنځو کالو د کرایی معادل پیسی د پیشکی په توگه د دی پروژه په حساب تحویل کړی د فی متر مربع کرایه مخکی له مخکی اعلانیږی داوطلبی او مزایدی ته اړتیا نشته خوکه د یوی  ساحی لپاره تر یوه زیاتو سوداګرو غوښتن لیک ورکړ تر منځ یی قرعه کشی کیږی.

· دعصری سوداگریزی ساحی د ساختمان تر لګښت زیاتو پیسو څخه د پروژی د اصلی حصار او کلا شاو خوا او دننه ساختمانو په بیا جوړونه او ترمیم کی کار اخلی چه د خپل پخوانی وخت په معماری سبک به جوړ شی.

 

 · د اصلی تاریخی ښار په بیا جوړونه اوترمیم کی هر افغان او نور نړیوال پانگه اچونه کولای شی او هر فرد، شخص خصوصی او دولتی مرجع د سرمایه سهم په اندازه تر بیلانس وروسته د خالصه پاته شویو عوایدو څخه برخه اخستلای شی.

 

· د یو سهم بیعه د /100 ډالرو یا معادل افغانی ټاکل شویده هر انسان کولای شی چه یو یا څو سهمه واخلی که چیری د فریدون تاریخی کلا جوړولو تر لګښت زیاتی پیسی راټولی شوی د نورو تاریخی ځایونو او دغه راز د کرنی، مالداری، صنعت او سوداگری په برخو کی کار ځنی اخستل کیږی او گټه یی پر اسهامو ویشی. دغه شان تصمیم دسهم لرونکی د فیصلی پر اساس نیول کیدای شی.

 

· د حاشیو په عصری سوداگریز ه ساحه کی د فی متر مربع مساحت میاشتنی کرایه (250 ) افغانی ټاکل شویده.

 

· د فریدون د کلا شمال شرق پخوانی فرقی ټوله مځکه دی د کلا مربوط زرغون پارک وگڼل شی او لوی تفریحی باغ دی پکښی جوړ شی چه د ستروس کورنی ونی پکښی زیاتی وی لکه نارنج، لیمو، کیله، انار، زیتون او دغه رنگه انگور، عناب، د پالیز ساحه نور گلونه، زینتی بوټی، د عسلو مچیو فارم، هوسی غرڅه او داسی نور.

 

· د فریدون کلا اوسیدونکی ته هغه د حریم حاشیو او شاخوا داسی نورو ځایو د تخلیی لپاره دی اوسیدونکو ته هغه مناسب شرایط او امتیازات اعلان شی چه پدی طرحه کی د کابل او غزنی بالاحصار او کندهار چهل زینی په باب لیکل شویدی همدا رنگه ځینی نور ابتکارات او امتیازات چه متصرفین پخپله خوښه او سیالی سره ژر تخلیی ته تشویق او په عمل لاس پوری کړی.

· د حاشیو په یوه نندارتون کی د تیرو (2) سوه کلونو د کالیو، کار وسائلو، غذا خوړولو لوښو، د لاسی صنایعو محصولات، د سنتی گنډلو، او غالیو پوری د پلورلو د پاره پراته  وی او په یوه بل نندارتون کی به د زراعتی او مالداری محصولاتو نمونی د پلورلو دپاره پرتی وی.      پاتی برخه په بله گڼه کی...

 

 

 


نظرات شما عزیزان:

نام :
آدرس ایمیل:
وب سایت/بلاگ :
متن پیام:
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

 

 

 

عکس شما

آپلود عکس دلخواه:







 
 
نویسندگان
پیوندها
آخرین مطالب